۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې قضايي سیستم ته د ښځو لاس رسي ډېر کم دی

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په خاطر منځګړيتوب په نوم نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی.
افغانستان کې قضايي سیستم ته د ښځو لاس رسي ډېر کم دی
ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په خاطر منځګړيتوب په نوم نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا راپور له ۲۰۱۵ میلادي کاله تر ۲۰۱۷ میلادي پورې په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي د ژغورل شويو ښځو انفرادي تجربې بيان کړي.

دغه راز راپور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې يې پر بشري حقونو د منځګړيتوب اغېزې په ګوته کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي یاماموتو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منعې قانون چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهيسې نافذ دی، په اشاره ويلي چې حکومت د تاوتریخوالي د مسؤلينو د مجازاتو په برخه کې رغنده کارونه کړي او د ملګرو ملتونو راپور دا تشخيص کړي.

 خو په وینا یې حقيقت دا دی چې د ښځو پر وړاندې ظالمانه تاوتریخوالی دوام لري.

راپور دا هم ښيي چې منځګړيتوب څه ډول د ښځو مخه نيسي چې عدالت ته لاسرسی ولري او هغوی له خپل اساسي حقونو محروموي.

جمهوررخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي