په ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم د کورنۍ د غړو په ګډون ۱۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه (دغبرګولي ۸مه) د چپرهار ولسوالس د دولت زیو چینو کلي کې عملیات کړي دي.
خوږیاني زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د سیمه ییز پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي، چې په ټپيانو کې یوه ښځه او یوه ماشومه هم شامله ده.
په ورته وخت د ننګرهار والي حیات الله حیات هم د پېښې د پخلي تر څنګ خواشني ښودلې او ویې دي، چې د دقیقې څېړنې له پاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی دي.
ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار د کورنۍ هم شته او د ننګرهار والي حیات الله حیات په همدې تړاو خبرپاڼه کې ویلي« د مشرانو جرګی د دروند رئیس او د متضرری کورنی د ټولو غړو صبر او حوصلی څخه د زړه له کومی مننه کوم»
د ننګرهار د کډوالو چارو رییس غلام حیدر فقیرزي هم ویلي، چې مرګ ژوبله ټوله ولسي وګړي ته اوښتې، چې ډېری یې د مشرانو جرګې د رییس د کورنۍ غړي دي.
نوموړي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د سیمه ییز پولیسو قوماندان زړور او د هغه دوه ساتونکي هم شامل دی.
د کډوالو چارو رییس زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د کلي خلکو فکر کړی و، چې داعشیان یې پر کلي ورغلي او ډزې شوې، چې وروسته مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، تر اوسه د دغه ولایت مرکزي روغتون ته نهه جسدونه او شپږ زخمیان ور وړل شوي چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په چپرهار کې د ولسي وګړو په کورنو چاپې وهلي او ۹ ننه یې وژلي، چې په وینا یې ټول د کابل د ادارې د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار د کورنۍ غړي دي.
باید و ویل شي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د چپرهار ولسوالۍ کې د صفر دو قطعې په عملیاتو کې یو شمیرځايي کروندګرو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل