پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی اېس آی یو پخوانی مشر متقاعد ډګروال جنرال اسد درانی له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت دغه ګام وروسته له هغې اخیستی، چې په دې وروستیو کې د دراني یو لیکل شوی کتاب له چاپه راووت.
دراني دغه کتاب چې (سپای کرانیکلز) یا د استخباراتو تاریخي پیښې نومیږي د هند د استخباراتو له یوه پخواني مشر سره په ګډه لیکلی.
د پاکستان پوځ وايي، د ای اس ای له دغه پخواني مشر به د نوي لیکلي کتاب له امله تحقیقات کېږي.
د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي، د پوځي استخباراتو یا ای اس ای پخوانی مشر متقاعد ډګر جنرال اسد درانی یې د پوځ عمومي قوماندانۍ ته جلب کړی و او هغه د خپل نوي کتاب په اړه توضیحات ورکړي دي.
د یادونې دهو چې متقاعد ډګر جنرال اسد درانی له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۲ پورې د آی ایس آی مشر و.
جمهورخبري آژانس:کابل