اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان او پاکستان د امنیتي پلاوو په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حننیف اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان امنیتي پلاون پرون یک شنبې د غبرګولي ۶ مه اسلام آباد ته ولاړ.
دغه افغان پلاوی چې به کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی هم برخه لري، د پاکستان له لوړ پوړي امنیتي چارواکو سره لیدلي، چې اسلام آباد کې د افغان سفیر په وینا په مهمو دوه اړخیزو مسئلو خبرې شوې دي.
هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د پاکستان د حکومت یوې سرچینې هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
دغه سرچینې زیاته کړې،
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل په هغه پلان خبرې کړې، چې دواړو هېوادونو مخکې موافقه پرې کړې ده.
باید و ویل شي، چې له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا،د تاوتریخوالي کمول، له پاکستان د کډوالو راستنول، د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او پیوستون د عمل پلان مهمې برخې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل