د جنوبي کوریا ولسمشر مون جایه وايي، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون غواړي اټومي وسلې له منځه یوسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر جایه دغه څرګندونې له خپل سیال اون سره تر لیدنې وروسته کړې او ویلي یې دي، چې د شمالي کوریا ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره د لیدو هوډ لري.
مون جایه په یوه خبري غونډې کې و ویل، چې له کېم جونګ اون سره لیدنه کې هوکړه شوې چې د جون په ۱۲مه په سینګاپور کې د امریکا له ولسمشر سره لیدنه کوي.
له دې مخکې سپینې ماڼۍ وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر ممکنه لیدنې ته د تیاري لپاره سینګاپور ته د بهرنیو چارو وزارت سره ګډ پلاوی استوي.
ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه د دې لیدنې د لغوه کولو خبره کړې وه، خو له پیونګ یانګ د سوله ییز پیغام له ترلاسولو وروسته یې خپله پرېکړه واخیسته.
جمهورخبري آژانس:کابل