۰

امریکا بیا له پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو له منځه وړلو غوښتنه کړې

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان د نورو هېوادونو له دیپلوماتانو سره په بد چلند تورن کړی او دغه راز یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنخایونه له منځه یوسي.
امریکا بیا له پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو له منځه وړلو غوښتنه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان د نورو هېوادونو له دیپلوماتانو سره په بد چلند تورن کړی او دغه راز یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنخایونه له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان (اې آر وای) تلوېزیون د پامپیو له قوله ویلي پاکستان نړیوال دیپلوماتیک قوانین نه راعایتوي او د نورو هېوادونو له ديپلوماتانو سره بد چلند کوي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا له همدې امله د ۲۰۱۸ کال په بهرنۍ بودجه کې پاکستان ته ډېره کمه برخه ټاکلې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو خوندي پناهځایونه له منځه یوسي.

باید و ویل شي، چې تر پامپیو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر ریکس ټیلرسن هم په ځلونو له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي