په افغانستان کې د امریکايي پوځ یوه قوماندان ویلي، چې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د مهمو قوماندانانو په یوه غونډه بمبار کړی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سویل کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال بنجمین واټسن ویلي، دغه برید د تېرې پنشنبې په ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالې د طالبانو پر غونډه شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده ولسوالۍ کې طالبان د دې له پاره راغونډ شوي و، چې څه ډول کولای شي، پر هغه افغان ځواکونو چې د ټاکنو د امنیت مسؤولیت په غاړه لري برید وکړي.
خو په وینا یې امریکايي ځواکونو د خپلو متحدانو د ملاتړ له پاره د طالبانو پر دغه مهمه غونډه برید وکړ او د هغوی دا پلان یې شنډ کړ.
قوماندان جنرال بنجمین واټسن ویلي«موږ د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره دا هدفمن او ځپونکی برید وکړ څو زموږ د افغان متحدانو تهاجمي دریځ غښتلی شی.»
هغه زیاته کړې، دا بمباري نه یوازې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره شوې، بلکې افغان ځواکونو ته هم دا وړتیا ورکوي چې پر دښمن فشار زیات کړي.
امریکايیي پوځیانو په هلمند کې د طالبانو پر غونډې د بمبارۍ د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
طالبانو هم د بمبار پخلی کړی خو ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې په دغه هوايي بریدونو کې دوه کورونه لګیدلي، چې دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل