روسیه وايي، د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو یې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ۴ توغندي په بریالیتوب سره ازمویلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې سمندري ځواک ویلي دغه توغندي د روسیې په شمال لوېدیځو څنډو کې وازمویل شول، چې بریالي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې د (یوري دولګوروکي) په نوم اوبتل یې په سپین سمندرګي له خپل موقعيت څخه د بولاوا په نوم دا توغندي توغولي چې سرګلولې یې تر ټاکلو اهدافو رسولي دي.
د معلوماتو پر اساس د بولاوا توغندي د څو اټمي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او تر د ۹۳۰۰ کیلومټرو واټن ویشتلای شي.
یوري دولګوروکي هم د روسیې په سمندري ځواکونو کې د بوري کلاس د نویو درې اوبوتلونو څخه یو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل