۰
شمالي کوریا ته د امریکا خبردارۍ:

کیم جونګ اون دې له ټرمپ سره لوبې نه کوي

سی شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ته خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لوبه ونه کړي.
کیم جونګ اون دې له ټرمپ سره لوبې نه کوي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ته خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لوبه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر اون سره وګوري.

په همدې تړاو د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس پرون له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د شمالي کوریا لپاره له ډېرو مودو وروسته طلايي چانس برابر شوی دی، نو ښه ده چې لوبې ورباندې و نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی دی، چې کیم جونګ اون دې له ټرمپ سره د لیدنې پر سر هم لوبې نه کوي او دغه چانس دې نه ضایع کوي.

د پېنس په وینا امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې هغه وخت نرمښت ښيي، چې یاد هېواد له خپل اټومي پروګرام په شا شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د شمالي کوریا اټومي پروګرام د نړۍ لپاره خطر بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي