د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ته خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لوبه ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر اون سره وګوري.
په همدې تړاو د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس پرون له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د شمالي کوریا لپاره له ډېرو مودو وروسته طلايي چانس برابر شوی دی، نو ښه ده چې لوبې ورباندې و نه کړي.
نوموړي ټینګار کړی دی، چې کیم جونګ اون دې له ټرمپ سره د لیدنې پر سر هم لوبې نه کوي او دغه چانس دې نه ضایع کوي.
د پېنس په وینا امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې هغه وخت نرمښت ښيي، چې یاد هېواد له خپل اټومي پروګرام په شا شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د شمالي کوریا اټومي پروګرام د نړۍ لپاره خطر بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل