۰
پوځي چارواکي:

د ملا هیبة الله له راتګ سره سره مو د طالبانو حملې ناکامه کړې

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
په سویل لوېدیځ اورزګان ولایت کې د پوځ چارواکو ادعا وکړه، چې د اروزګان جګړې ته خپله د طالبانو مشر ملا هیبة الله راغلی و.
د ملا هیبة الله له راتګ سره سره مو د طالبانو حملې ناکامه کړې
په سویل لوېدیځ اروزګان ولایت کې د پوځ چارواکو ادعا وکړه، چې د اروزګان جګړې ته خپله د طالبانو مشر ملا هیبة الله راغلی و.

پوځي چارواکي دا هم وايي داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې خاص اروزګان ته د طالبانو مشر ملا هیبة الله او د ملاعمر زوی ملا یعقوب هم راغلي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په اروزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وايي، د طالبانو د جګړې مشري یې خپله ملا هیبة الله کوله خو افغان پوځ د ملا هیبة الله له راتګ سره سره د طالبانو حملې ناکامه کړې.

نوموړي پرون شنبې د غويي ۲۹ مه په مرکز ترینکوټ کې د خبري غونډې پر مهال ویلي، چې په اروزګان کې د وروستیو جګړو د قوماندانې له پاره د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده له کوټې څخه راغلی څو خپلو کسانو ته په جګړه کې روحیه ورکړي.

ډګروال قیمتي وايي، طالبانو هڅه کوله، چې د چورې او خاص اروزګان ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او د هغې له پاره یې جګړه هم سخته کړې وه.

دی زیاتوي، که له یوې خوا طالبانو پر دغه ولسوالیو جګړه سخته کړې وه او بل خوا یې د قوماندانې او روهیې لوړولو له پاره خپله د طالبانو مشر راغلی و، خو له دې سره سره افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ماته او هغوی یې له ناکامۍ سره مخ کړل.

ډګروال قیمتی مني، چې د خاص اروزګان او چورې ولسوالۍ له سختو جګړو او سقوط سره مخ وې، خو په وینا یې اوس دغه ولسوالۍ له سقوط څخه ژغورل شوې او طالبانو ته ماته ورکړل شوې ده.

نوموړی ویلي، چې یوازې په خاص اروزګان کې تر۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي او دغه راز نېږدې ۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو وړاندې تر دې داسې راپورونه و، چې د خاص اروزګان ولسوالۍ ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو زیات شمېر یې کلابند شوي دي.

وسله والوطالبانو تر اوسه د دغه جګړې او دغه راز اروزګان ته د خپل مشر د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي