د امریکا سنا مجلس د استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې جینا هسپل د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» د رییسې په توګه تاييد کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن سپل له تېرو ۳۳ کلونو راهیسې په سي ای اې کې کار کړی او ډېری وختونه یې محرمې دندې پر مخ وړې دي.
هغه د امریکا د استخباراتو لومړنۍ ښځینه رییس شوه او د تېرې پشنبې په ورځ د امریکا سنا هسپل ته ۵۴ د تأييد او ۴۵ منفي رأی ورکړې.
مخکې د «سي.ای.اې» رئیس مايک پومپئو و، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د بهرنیو چارو وزير په توګه نوماند کړ او پر ځای یې هسپل د «سي.ای.اې» د رئیسې په توګه نومانده کړه.
۶۱ کلنه هسپل د کنټاکي ايالت ده، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لويه شوې ده، ځکه پلار يې د امریکا په هوايي ځواک کې دنده لرله.
جمهورخبري آژانس:کابل