۰
سیګار:

د افغان ځواکونو شمېر دومره کمه نه دی، موږ ته غلت راپور راکړل شوی وو

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش یا سیګار وايي، په افغانستان کې مېشتو امریکایي چارواکو او پنټاګون د افغان سرتېرو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکړي وو.
د افغان ځواکونو شمېر دومره کمه نه دی، موږ ته غلت راپور راکړل شوی وو
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش یا سیګار وايي، په افغانستان کې مېشتو امریکایي چارواکو او پنټاګون د افغان سرتېرو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکړي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په یوه راپور کې ویلي، دوی ته ویل شوي وو، چې د افغان ځواکونو شمېر ۲۹۶ زره کسانو ته رسېږي خو دقیقه شمېره ۳۱۳ زره کسان ده.

په راپور کې راغلي، چې د دې شمېرې له مخې د افغان ځواکونو شمېره هومره نه ده کمه شوې لکه د سیګار په مخکیني راپور کې چې ښودل شوې وه.

باید و ویل شي، چې سیګار په مخکني راپور کې ویلي و، چې په تېر یوه کال کې د افغان ځواکونو په شمېر کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دی، خو هغه مهال یې دفاع وزارت دغه راپور رد کړ.

 په ورته وخت سیګار دا هم ویلي، چې د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو ۲۲۹ د حکومت په لاس کې دي، پر ۵۹ ولسوالیو طالبان حاکمیت لري او ۱۱۹ ولسوالۍ بیا داسې دي، چې طالب او حکومت دواړه پکې حضور لري.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې په دې توګه نو ۱۴،۵ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، ۵۶،۳ د حکومت په لاس کې او پر ۲۹،۲ سلنه خاوره کې بیا طالبان او حکومت دواړه حضور لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي