۰

چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو هڅه کوي

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
چنايي چارواکي وايي، هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې کړي او هڅه کوي، چې شته ستونزې حل کړي.
چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو هڅه کوي
چنايي چارواکي وايي، هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې کړي او هڅه کوي، چې شته ستونزې حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې اسلام آباد کې د چین سفیر لو جینګ کړې او ټینګار یې کړي، چې تر هغه چې د چین دوه مهم ګاونډي پخپلو کې ستونزې سره حل نه کړي نو د چین پرمختګ هم شونی نه دی.

په پاکستان کې د چین سفیر لو جینګ ویلي، دوی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.

جینګ زیاته کړې، چې د چین د یو کمربند یوې لارې پروژې د عملي کولو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې ډېرې مهمې دي او باید دغه اړیکې ورغول شي.

د هغه په وینا په همدې لړ کې به د روانې میاشتې په پای کې په بیجنګ کې د درېیواړو هېوادونو کنفرانس جوړ شي.

په پاکستان کې د چین سفیر زیاتوي، چې د درې اړخیزو کنفرانسونو لړۍ په ۲۰۰۵ کال کې پيل شوې ده او تر دې دمه دوام لري.

لو جینګ هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د همدې کنفرانسونو په لړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په دې کفنرانس کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سوداګرۍ، اقتصادي ودې او نورو ګڼو مسایلو خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې هم د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د دوامداره پرمختګ تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصر جنجوعه سربېره د درې واړه هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي