۰

یونیسف افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ماشومان په بد حالت کې دي.
یونیسف افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ماشومان په بد حالت کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، چې د روان زېږديز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې تر ٥٥٠ زياتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان زېږديز کال په لومړیو څلورو میاشتو، د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم د ماشومانو وضعيت د خورا اندېښنې وړ دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د همدې کال په لومړیو درېيو میاشتو کې له ۱۵۰ څخه زیاتو ماشومانو د مړینې او له ۴۰۰ څخه زیاتو د ژوبلېدو خبر ورکول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د یونیسیف او همکارو ادارو ژمن ټیمونه تر خپل وروستي بریده هڅه کړې چې د ټولو هغو کسانو کړاوونه راکم کړي، چې تر ټولو ډېر زیانمنونکي وي، له خپلو کورنیو جلا شوي وي، وېرېدلي وي او یواځې وي، د کډوالۍ په ګڼ مېشتو کمپونو کې ناروغ شوي وي، د پشکال په باراني موسم او سختو وچو موسمونو کې د حرکت په حال کې وي او یا له سختې لوږې سره مخ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي