۰

ترکیې د اسرایل سفیر ته د وتلو امر کړی دی

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
ترکیې په فلسطین کې د لاریونوالو پر وړاندې د اسرایلي ځواکونو د شوي زیاتي په غبرګون کې ترکیه کې د اسرائیلو سفیر ته د وتلو امر کړی دی.
ترکیې د اسرایل سفیر ته د وتلو امر کړی دی
 ترکیې په فلسطین کې د لاریونوالو پر وړاندې د اسرایلي ځواکونو د شوي زیاتي په غبرګون کې ترکیه کې د اسرائیلو سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکیې پرون په انقره کې د اسرائیلو سفیر په همدې تړاو احضار کړی و او ورته ویلي یې دي، چې ترکیه پرېږدي او ووزي.

ترکیه دا اقدام پر داسې مهال اخلي، چې وړمه ورځ امریکا اسرائیلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ، چې د فلسطنیانو تر څنګ یې د ګڼو اسلامي هېوادونو او مسلمانانو غبرګونونه راوپارول.

زرګونو فلسطینیانو له همدې امله په لاریون لاس پورې کړ، خو د اسرائیلي ځواکونو له خوا په ناتار ډزو کې تر ۵۰ فلسطینیان شهیدان او زرګونه نور ټپیان شوي.

د امریکا د سفارت د لېږد تر څنګ په فلسطیني لاریون کوونکو د اسرائیلي ځواکونو ناتار ډزو هم د یو شمېر اسلامي هېوادونو او مسلمانانو غبرګونونه راوپارول.

ترکیې هم له همدې امر انقره کې د اسرائیلو سفیر احضار او هغه ته یې له ترکیې د وتلو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي