د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د دوامداره پرمختګ تر نامه لاندې کنفرانس جوړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس تېره ورځ سه شنبې د غويي ۲۵ مه اسلام آباد کې جوړ شوی دی.
په اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، په دغه کنفرانس کې د درې واړه هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په غونډه کې د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار ناصر جنجوعه ترڅنګ د درې واړو هېوادونو يو شمېر مهمو چارواکو، سياسيونو، وکيلانو او د مدني ټولنې غړو ګډون کړى دى.
ښاغلي زاخېلوال ویلي، دا غونډه په اسلام اباد کې د سولې سيمه ييز انسټيټيوټ او د چين د سفارت له خوا په ګډه جوړه شوې ده.
هغه وايي، ګډونوال به دې غونډې ته په خپلو ويناوو کې په سيمه کې د دوامداره اقتصادي پرمختګونو پر لارو چارو او چانسونو خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل