۰

د کورینو چارو وزارت وايي فراه ښار د طالبانو له شتون پاک شوی دی

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
د کورنیو چارو وزارت وايي، پر فراه ښار د وسله والو طالبانو ډلیز برید هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې په اړه سره په شاه تمبول شوی دی.
د کورینو چارو وزارت وايي فراه ښار د طالبانو له شتون پاک شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وايي، پر فراه ښار د وسله والو طالبانو ډلیز برید هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې په اړه سره په شاه تمبول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره ورځ له څو لورو په فراه ښار بریدونه وکړ او د ښار ځینې سیمې له امنیتي ځواکونو ونیولې.

د جګړې تر سختېدو وروسته ان ولسمشر غني لوړ پوړو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د فراه ښار د جګړې د کابو کولو له پاره جدي اقدامات تر سره کړي.

تر هغې وروسته هوايي ځواک، کمانډو او نور ځانګړي ځواکونه فراه ښار ته ورسېدل او له وسله والو طالبانو سره یې سخته جګړه پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره وايي، چې فراه ښار اوس د وسله والو له شتون څخه پاک شوی او هغوی په شاه تمبول شوی دی.

دا چې دا مهال به فراه کې جګړه شته که نه په اړه یې چارواکو څه نه دي ویلي، خو امنیتي ادارې وايي، د فراه ښار په څنډو کې چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

د دغه جګړې د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانو پرون ویلي و، چې د فراه ښار ځینې دولتي ودانۍ، وسلې، مهمات، وسایل یې نیولي او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي