۰

اورزګان کې ۳۵ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اورزګان کې ۳۵ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه نښته تېره شپه د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې د نن سه شنبې (دغويي ۲۵مې) تر سهار پورې یې دوام درلود.

د چورې ولسوال امین الله خالقي وایي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې شاوخوا درې سوه وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکزې په ځینو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړ.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو غوښتل دغه ولسوالي ونیسي، خو افغان ځواکونو یې پر وړاندې له مخکې چمتوالي درلود او طالبان یې مات کړل.

ولسوال وایي په دې جګړه کې شپږ افغان سرتېري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز شپږ امنیتي سرتېري او ۱۱ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

ده و ویل، چې دا مهال وضعیت نورمال دی او کومه ستونزه نشته، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې له تېرې شپې راهیسې، په اروزګان، غزني، فراه، کندهار او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خونړۍ جګړې شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

جمهورخبري: اروزګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي