د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان دیپلوماتان وتوانېدل چې د سولې او پیوستون لپاره د دواړو هېوادو د عمل ګډ پلان بشپړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان دیپلوماتانو تېره ورځ دوشنبې د غويي ۲۴ مه د پاکستان پلازمېنه پاکستان کې غونده درلوده.
د دغه غوندي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د هغه د پاکستانۍ سیالې تهمینه جنجوعه په غاړه درلوده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وايي دواړه لوري پر دې سلا شول چې په سمه توګه د دغه پلان عملي کېدل د سولې او ثبات او د ترورېزم د لهمنځه وړلو په برخه کې مرسته کولی شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو ډلو د کار پیل د همدې عمل پلان په بشپړېدو پورې تړلی وو او اوس دغه ډلې د خپلو غونډو د پیلېدو په اړه په نېژدې راتلونکې کې پریکړه وکړي.
مستغني دا هم ویلي، چې دواړه لوري به د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د راکمولو سر بېره، پر دوه اړخیزه همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصاد، او ګډولو په اړه هم خبرې اترې وکړي.
د نوموړي په وینا له دواړو لورو شپږ کاري ډلې دي، چې پر بېلابېلو برخو کار کوي، څو د دغه پلان مواد عملي کړي.
که څه هم پاکستان تر دې وړاندې ورته ژمنې کړې خو بیا یې عمل نه دی پرې کړی خو دا ځل د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ډاډ ښیې چې پاکستان به پر خپلو ژمنو درېږي.
ځکه د دوی په وینا دا ځل د دوی په خبره په لوړه سطح د دواړو لورو موافقه پرې شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل