د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غزني – ښرنې تر منځ لویه لار د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غزني او پکتیکا تر منځ دغه لار د څو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا تر امنیتي ګواښونو لاندې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې اساس په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونو په محاربوي فعالیتونو سره دغه لار د وسله والو له شتون څخه پاکه او د ترافیکو پر مخ یې خلاصه کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل