۰
چخانسوري:

ولسمشر هيڅکله له کمیشنروانو سره په انفرادي ټوګه نه دې لیدلي

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۹
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ولسمشر د لاسوهنې اوازې رد کړې او ویې ویلو چې ولسمشر هېڅکله له کمیشنروانو سره په انفرادي ټوګه نه دې لیدلي.
ولسمشر هيڅکله له کمیشنروانو سره په انفرادي ټوګه نه دې لیدلي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ولسمشر د لاسوهنې اوازې رد کړې او ویې ویلو چې ولسمشر هېڅکله له کمیشنروانو سره په انفرادي ټوګه نه دې لیدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هارون چخانسوري نن دوشنبې د غويي ۲۴ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ولسمشر د لاسوهنې اوازې دروغ دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ولسمشر هېڅکله د ټاکنو کمېسیون له کمیشنرانو سره په انفرادي ډول لیدنې نه دې کړي او دا ادعاوې چې ګنې ولسمشر د ټاکنو په کمیسیون کې لاسوهنې کوي په ټولییزه توګه غلطې دي.

چخانسوري و ویل، چې ولسمشر تل د رڼو او شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کړی دی او له ټولو ادارو یې هم غوښتنه کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې خپل کار ته پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونده کې و ویل، چې ارګ هڅه کوي د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د غیري عملي کارونو د ترسره کولو له پاره فشار راوړي.

نوموړي د تذکرو په کاپي باندې د سټکر لګولو ستونزې ته په اشارې سره و ویل، هڅوک حق نه لري، د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه وکړي او یا هم فشار پرې راوړي.

عبدالله وايي، ټول باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل کار ته پرېږدي او په هېڅ صورت به چا ته د ټاکنو کمېسیون کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي