۰

فیفا د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې د درولو غوښتنه کړې ده

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۸
پر ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږی کړیو چې د ټاکنو کې د نوم لیکنې پروسه دې ژر تر ژره ودروي.
فیفا د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې د درولو غوښتنه کړې ده
پر ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږی کړیو چې د ټاکنو کې د نوم لیکنې پروسه دې ژر تر ژره ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ نن دوشنبې د غويي په ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون د ځینې پرېکړو له امله د خلکو تر منځ ستونزې ډېرې شوې دي، نو ځکه د نوم لیکنې پروسه باید ودرول شي.

فیفا وایي، څو پورې چې په دې پروسه کې د نوم لیکونکو نوملړ په هر اړخیزه توګه نه وي باوري شوی باید نوم لیکنه پیل نه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د تذکرو پر کاپیانو د سټیکر لګولو مسالې هم ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي او ټاکنو کمیسیون باید د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره په همغږۍ یو معلوماتي بانک جوړ کړي څو وکولی شي په دې پروسه کې دوه ځله ثبت شوې تذکرې وپېژني.

دغه راز پر ټاکنو د څار بنسټ  د ټاکنو له خپلواک کمیېیون نه د بشپړې خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنه هم کړې ده.

فیقا ویلي، د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړې ټولنیز غبرګونونه را پارولي دي او دې ته ورته ځینې نور موارد د دې باعث شوي چې پر یاد کمیسیون د خلکو باور کم شي.

د دغه بنسټ په باور یواځینی فکتور چې کولی شي پر یاد کمېسیون د خلکو باور لاسته راوړي، د نوم لیکونکو باوري نوملړ او د یو معلوماتي بانک جوړول دي.

فیفا دغه راز له ټولو سیاسي احزابو او مدني ټولنو نه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کمېسیون له خوا د پېژندپاڼو په کاپي د سټکر لګولو مسالې د ولسي جرګې او دغه راز د حکومت د اجرائیه رییس غبرګونونه هم راپارولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي