۰
پوځي چارواکي:

بلخ، سرپل او قندوز کې ۲۲ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بلخ، سرپل او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.
بلخ، سرپل او قندوز کې ۲۲ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بلخ، سرپل او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو د ولید ۵ په نوم په پیل کړیو عملیاتو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله اړولې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه زار خبرپاڼه زیاتوي، چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د برقوت په کلي، چې د افغان ځواکونو طالبانو تر منځ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د قندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ پر لویه لار بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو به عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي