۰
عبدالله عبدالله:

ځينې کسان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون فشارونه راوړي

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ځینې کسان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون فشارونه راوړي، چې غیر عملي کارونه پرې تر سره کړي.
ځينې کسان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون فشارونه راوړي
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ځینې کسان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون فشارونه راوړي، چې غیر عملي کارونه پرې تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د غويي ۲۴ مه د وزیران شورا په غونده کې وکړې او نغوته یې د پېژندپاڼو پر ځای د هغو په کاپي باندې د سټکر لګولو ستونزې ته وه.

ډاکتر عبدالله ویل، چې د ځینې کسان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د غیر عملي کارونو لپاره فشارونه راوستل کېږي، چې په وینا یې کار د یاد کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېژندپاڼو پر کاپیانو د سټيکرونو نښلول او همدا راز ټاکنې په حوزوي بڼه ترسره کول هغه فشارونه دي چې د ټاکنو پر کمیسیون راوستل کېږي.

اجرائیه رییس و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون څلورو کمېشنرانو د رایو په اکثریت سره تایید کړې، چې پر کاپيانو د سټیکرونو نښلول له تخنیکي او حقوقي اړخه سم نه دي.

هغه وايي، د ټاکنو کمیسیون حق لري چې خپلې پرېکړې وکړي، خو دا چې د سټيکرونو نښلول غیر عملي کار دی، څوک حق نه لري چې د ټاکنو پر کمیسیون غیر عملي کار ومني.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ټنګار وکړ، چې د ټاکنو پر کمېسیون څوک د فشار راوړلو حق نه لري او دی به د دې کار اجازه ور نه کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې ټول اړخونه دې د افغانانو رایو ته درناوی وکړي او د شفافو ټاکنو لپاره دې زمینه برابره کړي.

که څه هم عبدالله د کوم مشخص کس نوم وانخست خو ښايي اشاره یې ولسمشر ته وي، چې ویل کېږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې تاکید کړی، چې د ناامنیو له امله د اصلي پېژندپاڼو پر ځای دې د هغوی پر کاپي سټېکر ولګوي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د پېژندپاڼو په کاپي د سټېکر لګولو د ستونزې پر سر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالنشاً سرپرستې شهلا حق پرست له خپلې دندې استعفا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي