۰

پکتیکا کې لاریون کوونکو د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې ده

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نوم لیکنې د ۷۷ مرکزونو د بندېدو له امله د ټاکنو کمېسیون دروازه هم تړلې ده.
پکتیکا کې لاریون کوونکو د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې ده
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نوم لیکنې د ۷۷ مرکزونو د بندېدو له امله د ټاکنو کمېسیون دروازه هم تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، چې په پکتیکا ولایت کې د نوم لیکنې ۷۷ مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي، چې له همدې امله د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو له تېرو دریو ورځو راهیسې په لاریون لاس پورې کړی دی.

لاریون کوونکو له ځايي چارواکو غوښتل، چې د نوم لیکنې ټول مرکزونه د پرانستل شي، خو چارواکو ویل چې د دوی ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده.

لاریون کوونکو له نن دوشنبې د غويي ۲۴ مه هم خپل لاریون ته دوام ورکړای او وایي، تر هغه چې د نوم لیکنې ټول مرکزونه نه وي پرانستل شوي، دوی به اجازه ورنکړي، چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو اړوند توکي د نوم لیکنې مرکزونو ته یوسي.

دوی په همدې اعتراض کې د پکتیکا ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه هم تړلې ده، چې والي الیاس وحدت هم د دغه خبر پخلی کړی خو وايي، دغه ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او ډېر ژر به یې غوښتنو ته ځواب و ویل شي.

په ورته وخت په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر سرپرست بلال شهباز وایي، دوی له لاریون کوونکو سره دې پرېکړې ته رسېدلي، چې ۱۲ مرکزونه به پرانیزي او د نورو د خلاصون له پاره د امنیتي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي