د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ناامنیو له امله د نوم ليکنې اووه مرکزونه تړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې ولایت د ټاکنو کمېسيون مشر خواجه امين الله فضلي ویلي، چې په پل علم کې د نوم ليکنې شل مرکزونه شتون لري، خو ۷ یې تړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې بابوس، شولک، دوشنبې، دادوخېل، شاهي کلا، دښت ښار او اوني سيدان هغه سيمې دي چې د نوم ليکنې مرکزونه په کې تړل شوي دي.
د فضلي د معلوماتو پر اساس تر دې مهاله شاوخوا شل زره کسانو د رایې ورکولو له پاره نوم ليکنه کړې خو په وینا یې که چېرې اووه تړل شوي مرکزونه هم خلاص وایي، نو د نوم لیکنې شمېر به تر دې هم ډېر وو.
له لوګر څخه د نوم لیکنې د اوو مرکزونو د تړل کېدو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ هم د همدې ولایت په مرکز پل علم کې د نوم لیکنې په یوه مرکز په وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:لوګر