۰

د ننګرهار په پروني برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
سیمه ییز چارواکي، وايي، د ننګرهار ولایت په مستوفیت ودانۍ په ډلیز ځانمرګي برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار په پروني برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي، وايي، د ننګرهار ولایت په مستوفیت ودانۍ په ډلیز ځانمرګي برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ غرمه مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د مستوفیت پر ودانۍ لومړی موټر بم ځانمرګی برید وشو او وروسته وسله وال دغه ودانۍ ته د ننه او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول.

د ننګرهار چارواکي وایي، بریدګر ۸ تنه و، چې دوه یې ځانمرګي او نور شپږ نور یې وسله والو او د مازیګر تر شپږ نیمو بجو پورې یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د بریدګرو د هویت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې پاتې شپږ واړه بریدګر د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وايي، د برید له ځایه دوی ته ۱۱ جسدونه وروړل شوي او په ټپیانو کې هم د شپږو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی دی.

په ننګرهار کې دغه برید پر داسې مهال تر سره کېږي، چې تر دې درې ورځې وړاندې کابل کې پر ۱۰ مه او ۱۳ مه حوزو هم وروسته بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي