۰

غزني کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۸
سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې ۷ تنو سیمه ییز پولیسو ته د وسله والو طالبانو په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې ۷ تنو سیمه ییز پولیسو ته د وسله والو طالبانو په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت په خواجه عمري او ده یک ولسوالیو کې د سیمه ييزه پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د طالبانو په دې بریدونو کې پنځه سیمه ييز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیانش وي دي.

دغه راز هغه زیاتوي، چې طالبانو په همدې شپه د یاد ولایت په اندړو او جغتو ولسوالیو هم بریدونه کړي دي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته په شاه تمبول شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي