۰

د ۱۴ ولایتونو له پاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۷
د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو او پولیسو دوه زونونو له نوي امنیه قوماندان ټاکلي او لس پخواني قوماندانان یې احتیاط ته لېږلي دي.
د ۱۴ ولایتونو له پاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول
د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو او پولیسو دوه زونونو له نوي امنیه قوماندان ټاکلي او لس پخواني قوماندانان یې احتیاط ته لېږلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن شنبې د غويي ۲۲ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نویو امنیه قوماندان د ټاکل کېدو اعلان وکړ او هغوی یې د وزارت منسوبینو ته وروپېژندل.
د کورنیو چارو وزارت په دغه نویو ګمارونو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قوماندان او مل پاسوال زار محمد د ۸۰۸ زون د قوماندان په توګه ټاکلي دي.

دغه راز عبدالباقي نورستاني د کندز، امین الله امرخیل د هرات، عبدالرحمن اقتاش د تخار، اختر محمد نورزی د خوست، نبي جان ملاخیل د فاریاب، عبدالقیوم باقي زوی د سرپل، محمد ابدالي د لوګر، عبدالروف ارزګاني د لغمان، فرید مشعل د غزني، سید عباس سادات د نورستان، محمد صابر د بدخشان، غلام سخي غفوري د دایکندي او احمد فهیم قایم د بادغیس لپاره د امنیه قومندانانو په توګه ګمارلشوي دي.

د دغه امنیه قوماندانانو د معرفۍ په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له هغوی وغوښتل، چې له فساد او ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او خپله ایماني، اسلامي او هېوادنۍ دنده په ښه توګه تر سره کړي.

د کورنیو چارو وزیر هغوی ته ګواښ وکړ، چې که چېرته کوم قوماندان د فساد په کومه دوسیه کې ښکېل ولیدل او یا هم وظیفوي غلفت وکړي نور پر وړاندې به یې جدي اقدامات تر سره او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر له نویو ګمارل شویو کسانو څخه په کار کې د صداقت تر څنګ له ولس او خلکو څخه هم وغوښتل، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او له هغوی سره په ګډه د هېواد ښې رازۍ، پرمختګ، سولې او جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي