سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه دلیز برید کې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې تېره شپه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو بریدونه پیل کړي، چې جګړه لا هم دوام لري.
د زابل یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۲۲ افغان پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل هم مني چې طالبانو د زابل په دریو شمالي ولسوالیو، ارغنداب، میزانه او دایچوپان ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغې جګړو څخه دوی ته د ۱۸ افغان پولیسو د وژل کېدو معلومات ورکړل شوي، خو وايي افغان ځواکونو هم طالبانو ته درانده زیانونه اړولي دي.
مرستیال وایي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید او عملیاتو کې افغان سرتېرو دوه چنده وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا دا مهال سیمې تازه دمه ځواکونه هم رسېدلې او دېر ژر به د طالبانو پر ضد عملیات پیل او دغه سیمې به د دوی له شتون څخه پاکې شي.
کورنیو چارو وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له تېرې ورځې راهیسې په فراه ولایت کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.
د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، د طالبانو په برید کې ۴۰ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، خو دفاع وزارت یوازې د ۱۶ سرتېرو د وژل کېدو او ۴ د ټپي کېدو پخلی کوي.
دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په فراه کې د جګړې پر مهال ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:زابل