۰

پکتیا کې څلور وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې څلور تنه وسله وال هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې و وژل شول، چې د سړک پر سر یې خښ کړي.
پکتیا کې څلور وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې څلور تنه وسله وال هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې و وژل شول، چې د سړک پر سر یې خښ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیا ولایت امنیه قومانداني نن شنبې د غويي ۲۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت په احمدآبا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه وایي، د احمدآباد ولسوالۍ د منګ ډنډ په سیمه کې څلورو تنو وسله والو غوښتل چې د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو پر دوی یې خپله چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور واړه ماین خښوونکي وسله وال وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د همدې ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی و.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي