۰
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار:

پاکستان او افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره ګڼ فرصتونه لري

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه افغانستان او پاکستان د سیمې او خپل اقتصادي پرمختګ لپاره بې شمېره فرصتونه لري.
پاکستان او افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره ګڼ فرصتونه لري
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه افغانستان او پاکستان د سیمې او خپل اقتصادي پرمختګ لپاره بې شمېره فرصتونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنوعه چې تېره ورځ جمعه د غويي ۲۱ مه یې یوه کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، افغانستان او پاکستان په داسې یوه جغرافیه کې پراته دي، چې کولی شي د سترو پروژو په عملي کولو سره ټوله اسیا یو له بله ونښلوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سیمې د اقتصادي پرمختګ له پاره افغانستان کې ثبات خورا مهم دی او پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هر اخیستل کېدونکي ګام هرکلی کوي او با ثباته، سوله ییز افغانستان د ټولې سیمې په ګټه بولي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا هم ویلي، چې د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدی شي او پاکستان په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.

که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې د سیمې د ثبات او پرمختګ له پاره د افغانستان ثبات مهم دی او دوی په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي، خو وروسته یې په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

افغان او نړیوال چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات او دغه راز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې نه یوازې چې صادق نه دی، بلکې له ترهګرو ډولو ملاتړ هم کوي، او په خپله خاوره کې یې وسله والو ډلو ته مرکزونه ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي