۰

هند له مسکو د تښتول شوو انجنیرانو په خلاصون کې مرسته غوښتې

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
هندي رسنۍ وايي، هند د افغانستان په بغلان ولایت کې د خپلو تښتول شوو انجنیرانو د خلاصون لپاره له مسکو د مرستې غوښتنه کړې ده.
هند له مسکو د تښتول شوو انجنیرانو په خلاصون کې مرسته غوښتې
هندي رسنۍ وايي، هند د افغانستان په بغلان ولایت کې د خپلو تښتول شوو انجنیرانو د خلاصون لپاره له مسکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، هند په دې باور دی، چې مسکو پر طالبانو نفوذ لري او کولای شي، دغه هندي انجینران د هغوی له منګولو راخوشي کړي.

په هند کې ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، هندي چارواکو د افغانستان په بغلان کې د خپلو شپږو تښتول شوو انجنیرانو د خلاصون لپاره له مسکو څخه مرسته غوښتې ده.

ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله وایي، روسیه په افغانستان کې له طالبانو سره تماسونه لري، پر دوی نفوذ لري او له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په نظر کې نیولو سره ښايي دغه هېواد د هندي انجنیرانو په خوشي کولو کې مهم رول ادا کړي.

باید و ویل شي، چې تېره اوونۍ شپږ تنه هندي انجینران د په بغلان ولایت کې هغه مهال د وسله والو طالبانو له خوا برمته کړای شول، چې د برېښنا د پروژې یوه کار ځای ته په لاره و.

د دغه هندي انجینرانو تر نیول کېدو وروسته هندي چارواکو څو ځلې له افغان چارواکو سره د هغوی د خلاصون په اړه خبرې اترې وکړې او افغان چارواکو هم ډاد ورکړی، چې ډېر ژر به دغه انجینران راخوشي کړي.

افغان چارواکي وايي، دغه انجینران تر اوسه جوړ دي او وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

د افغان چارواکو په خبره دوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅې پیل کړې، تر څو دغه انجینران راخوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي