د روسیې پارلمان ولسي جرګې یا دوما دمیتري مدودوف یو ځل بیا د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه تاييد کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ۳۷۴ استازو د ۵۶ رایو په مقابل کې ښاغلي مدودوف ته رایه ورکړې او هغه یې لومړی وزیر ټاکلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره دوشنبې پوتین د ولسمشر په توګه د لوړې تر سره کولو وروسته د مدودوف د کار د دوام غوښتنه وکړه.
د روسيې په پارلمان کې د متحده روسيې ګوند چې ۵۲ کلن دمیتري مدودفيې مشري کوي، اکثریت لري.
د روسيې د اساسي قانون له مخې د نوې ریاستي دورې په پیل سره حکومت باید استعفا ورکړي او نوی حکومت جوړېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل