۰

امریکايي سناتور افغان ژباړونکو ته ویزو د ورکړې غوښتنه کړې ده

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
د امریکا یوه دیموکرات سناتور جین شاهین وایي، امریکا دې هغه افغانانو ته ۴ زره ویزې ورکړي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کوله.
امریکايي سناتور افغان ژباړونکو ته ویزو د ورکړې غوښتنه کړې ده
د امریکا یوه دیموکرات سناتور جین شاهین وایي، امریکا دې هغه افغانانو ته ۴ زره ویزې ورکړي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه لایحه به د افغانانو د کډوالۍ له پاره د ځانګړو ویزو موده هم د یو کال لپاره وغځوي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، چې افغانانو ته د نورو ویزو ورکول مسله ډیره مهمه ده ځکه چې د امریکا ولسمشر تیر کال افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ.

د هغه په وینا په روان کال کې د افغانانو لپاره ٣٥٠٠ ویزو ترلاسه کولو کې کامیابه شوی دی.

د رپورټونو په اساس اوس هم په افغانستان کې د لسو زرو پورې ترجمانان موجود دي چې د امریکایي ځواکونو سره یې مرسته کړی ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي