د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په تېرو دوه میاشتو کې شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوهم سفر دی، چې تر سره کېږي.
د دغه سفر موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون تر منځ د لیدو کتو او خبرو اترو زمینه برابرول ښودل شوی دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه پټ سفر شمالي کوریا ته تللی وو.
ټاکل شوې، چې په نېږدې راتلونکې کې ټرامپ او د هغه سیال اون به د شمالي او جنوبي کوریاګانو تر منځ پوله کې خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل