سوري رسنۍ وايي، اسراییلو د سوریې پلازمېنې دمشق ته نېږدې بریدونه کړي، خو دافع هوا ځواکونو یې دوه توغندي شنډ کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، اسرائیلو ځواکونو دمشق ته نېږدې، د سوریې پر پوځي تاسیساتو برید کړی دی.
په برېتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، په دغه برید کې یو پوځي مرکز په نښه شوی.
دغه راز اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس بیا د ځینو چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې د سوریې پوځ مرکز په نښه شوی، خو یواځې مالي زیان یې اړولی دی.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د چهارشنبې په شپه دا برید پر کسوه سیمه شوی دی.
باید و ویل شي، دا برید له هغه وروسته شوی چې د امریکا ولسمشر د ایران له اټومي تړون د خپل هېواد د اېستلو خبره وکړه.
جمهورخبري آژنس:کابل