عراقي چارواکي وايي، د هېواد جنګي الوتکو یې په سوریه کې پر داعش مرګوني هوايي بریدونه کړي او د دغه ډلې یو ستر مرکز یې له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، چې د عراق جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د داعش په یوه مرکز برید کړی او هغه یې له منځه وړی دی.
باید و ویل شي، چې د عراق حکومت له تېر کال راهیسې د سوریې د ولسمشر او داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاق په منظورۍ داعش ډلې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي.
دغه راز د عراق لومړي وزیر په تېره ډسمبر میاشت کې پر داعش د بري اعلان هم وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل