د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر اقبال دغه برید پرون یک شنبې د غويي ۱۶ مه مازیګر مهال د پنجاب ایالت د ناروال ښارګوټي په کنجروړ سیمه کې شوی دی.
ځايي پولیس چارواکو ویلي د کورنیو چارو وزیر د خپل ګوند «مسلم لیګ ن» تر یوې غونډې وروسته موټر ته د ختلو په حال کې و، چې یوه وسله وال کس پرې ډزې کړې دي.
د ناروال د پولیسو مشر عمران کشور زیاته کړې، چې احسن اقبال په ښي لاس لګېدلی او بریدګر کس چې عابد نومېږي د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر زوی رسنیو ته ویلي، چې د پلار روغتیايي وضعیت یې ښه دی او له خطر څخه بچ شوی دی.
تر اوسه په احسن اقبال د برید لامل نه دی معلوم شوی، خو د پاکستان لومړي وزیر، د پوځ مشر، او یو شمېر نورو چارواکو او سیاسي څېرو پر هغه برید غندلی دی.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل