۰
د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش سره د عبدالله مخالفت:

دا لړۍ ناکامه او غیر مشروع ده ولسمشر خلک تېرباسي!

پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۰
په داسې حال کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ برېښنايي پېژند پاڼې په اخیستو سره دغه لړۍ په رسمي ډول پیل کړه، د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ورسره مخالفت څرګند کړ.
دا لړۍ ناکامه او غیر مشروع ده ولسمشر خلک تېرباسي!
په داسې حال کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ برېښنايي پېژند پاڼې په اخیستو سره دغه لړۍ په رسمي ډول پیل کړه، د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ورسره مخالفت څرګند کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن پنشنبې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د برېښنايي پېژند پاڼو لړۍ رسمآ پیل کړه او تذکره یې واخسته.

په دغه مراسمو کې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد خان، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسي او مشرانو جرګې ریسانو، قاضي القضات، د سولې عالي شورا رییس عبدالکریم خلیلي، د علماو شورا رییس او د کابینې یو شمېر غړو او لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه، خو ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مراسمو ته نه و ورغلی.

د ولسمشر له خوا د برېښنايي پېژند پاڼو د لړۍ له رسمي پیل څخه وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه خبري غونده کې په دې اړه خپل نظر څرګند کړ، او د دغه لړۍ له پیل سره یې مخالفت وښود.

نوموړي و ویل، په همدې خاطر
هغه و ویل«د برېښايي پېژند پاڼو د وېش په اړه تر اوسه ملي اجماع، ټول پوښتنه او ان د چارواکو نظرونه یو شان نه و، چې نه باید پیل شوې وايي، په اوس وخت کې دې ته اړتیا وه، چې باید د نظر له یووالي وروسته دا کار شوی وای، د دغه بهیر پیل په اړه ستونزې شته، او دا کار به نه یوازې د یوالي بلکې د پاشل کېدو سبب شي، موږ په اوس مهال کې تر دې کار نور لومړیتوبونه هم لرو، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.»
یې په دې مراسمو کې ګدون نه و کړی، چې په وینا یې د دغه کار پیل ستونزې نه شي حل کولای بلکې لا یې زیاتوي، او هېواد د کړکېچ خواته بیايي.

عبدالله زیاته کړه، چې برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل یوې ملي اجماع ته اړتیا درلوده، چې ولسمشر دا کار ونه کړ او له مشورو پرته یې دغه لړۍ پیل کړه، چې د دغه په وینا هېڅ مشروعیت نه لري او له ناکامۍ سره له همدې نن ورځې مخ ده.

هغه و ویل«د برېښايي پېژند پاڼو د وېش په اړه تر اوسه ملي اجماع، ټول پوښتنه او ان د چارواکو نظرونه یو شان نه و، چې نه باید پیل شوې وايي، په اوس وخت کې دې ته اړتیا وه، چې باید د نظر له یووالي وروسته دا کار شوی وای، د دغه بهیر پیل په اړه ستونزې شته، او دا کار به نه یوازې د یوالي بلکې د پاشل کېدو سبب شي، موږ په اوس مهال کې تر دې کار نور لومړیتوبونه هم لرو، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.»

نوموړي  وویل، چې د افغانستان ډېره برخه وګړي د الکترونیکي پېژندپاڼو له وېش سره مخالف دي او په وینا یې دغه پروسه مشروعیت نه لري.

اجرائیه رییس د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې ولسمشر تل د خلکو د تېر ایستلو لپاره ورته غیر عملي مسایل مطرح کړي دي او موخه یې دا ده، چې د خلکو ذهنیت له روان ناوړه وضعیت واوړي.

عبدالله د ولسمشر هغه څرګندونې هم رد کړې، چې ویې ویل د برېښنايي پېژند پاڼو په وېش سره به تر ډېره امنیت کابو او د هېوادوالو ستونزې کمې شي.

خو عبدالله و ویل، چې د پېژندپانو وېش له امنیت سره مرسته نه شي کولای، ځکه په وینا یې هغه څه چې د امنیت سره مرسته کولای شي، هغه د بایومتریک د پروسې پیل دي، چې له وړاندې پیل شوې ده.

نوموړي ټنګار وکړ، چې د دغه مخالفت د افغان له کلیمې سره نه دی، بلکې د یوه افغان په توګه غواړي د هېواد اساسي او مهمې پروسې د ملي اجماع او ټولپوښتنې له لارې حل شي، چې په وینا یې د تذکرو د وېش لړۍ کې دغه څه په پام کې نه دي نیول شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي