۰
دفاع وزارت:

په بدخشان کې ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
د ملي دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بدخشان کې ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملي دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د غويي ۱۳ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د بدخشان په راغستان او تشکان ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په راغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د دوه قوماناندانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په دې خبرپانه کې راغلي، چې په تشکان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا ۱۱ وسله وال وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول، چې وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې پر څلورو ولسوالیو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي