۰
نواز شریف:

هند او چین دومره نېږدې شوي چې پاکستان ته یې د خطر زنګ کړنګولی

پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس د تل له پاره د سیاست څخه بې برخې کړای شوی دي، د هند او چین نېږدوالی د پاکستان له پاره لوی خطر بللی دی.
هند او چین دومره نېږدې شوي چې پاکستان ته یې د خطر زنګ کړنګولی
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس د تل له پاره د سیاست څخه بې برخې کړای شوی دي، د هند او چین نېږدوالی د پاکستان له پاره لوی خطر بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوزا شریف دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په دې وروستیو کې چین او هند موافقه وکړه، چې په ګډه به افغانستان کې بنسټیزې اقتصادي پروژې پلې کوي.

چین ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي
د پاکستان جیو تلوېزیون د شریف له قوله ویلي« د خواشنۍ خبره دا ده، چې موږ له ماضي درس نه دی اخیستی، د پاکستان رسنۍ زما د فساد په دوسیو بوختې دي، هند او چین په پټه دومره سره نژدې شوي چې پاکستان ته یې د خطر زنګونه کړنګولي دي.»
په سفر سره د دغه دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو یو نوی باب پرانستل شو او دواړو لورو موافقه کړې، چې خپلې منځي ستونزې به نور حل کوي او په ګډه به په افغانستان کې پروژې کار کوي.

خو د چین او هند دغه نویو اړیکو او نېږدې والي پاکستان سخت ورخطا کړی او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې د چین او هند په اړیکو کې نژدېوالي پاکستان ته د خطر زنګونه کړنګولي دي.

د پاکستان جیو تلوېزیون د شریف له قوله ویلي« د خواشنۍ خبره دا ده، چې موږ له ماضي درس نه دی اخیستی، د پاکستان رسنۍ زما د فساد په دوسیو بوختې دي، هند او چین په پټه دومره سره نژدې شوي چې پاکستان ته یې د خطر زنګونه کړنګولي دي.»

نواز شریف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو هم د هند او چین تر منځ اړیکو ته په اشارې ویلي و، چې دغه کار به پاکستان سخت ورخطا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي