امریکا کې یوه باروړونکې پوځي الوتکه لوېدلې ده

13 ثور 1397 ساعت 8:38

د امریکا یوه باروړونکې پوځي سي ۱۳۰ هرکولس الوتکه د متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې لوېدلې ده.


د امریکا یوه باروړونکې پوځي سي ۱۳۰ هرکولس الوتکه د متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه ساوانا له هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو دقیقې وروسته د سقوط له پېښې سره مخ شوې ده.

امریکايي چارواکي وايي، د دغه باروړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د هغه ۹ تنه سپرلۍ وژل شوې ده، چې  پنځه یې خدمه او څلور نور هم مسافر وو.

د پورتوریکو د ملي ګارد ویاند پال داهلن هم د ۹ تنو د وژل کېدو پخلی کړی، چې به وینا یې پنځه ته یې خدمه و، او نور مسافر.

نوموړي ویلي، چې د الوتکه د ملي ګارد اړونده وه او د یوه زده کړه ییزه الوتکه کې لوېدلې ده.

تر اوسه د دغه الوتکې د سقوط لامل نه دی څرګند شوی، خو د امریکا ولسمشر په پېښه خواشني ښودلي او ویلي یې دي، چې په اړه به یې پلټنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com