راپورونه وايي، د نایجریا شمال ختیځ لور ته په یوه جومات په ځانمرګو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه د نایجریا موبي ښار کې په یوه جومات هغه مهال تر سره شوي، چې خلک د ماسپښین لمانځه ته راغوندي شوي وو.
د دغه ولایت د پولیسو مشر عبداللهي پریمان ویلي لومړی برید ماسپيښین پر یوه بجه جومات کې وشو او دویم برید له جوماته د لمونځ کوونکو د وتلو په وخت کې بهر وشو.
د موبي د ملکي روغتون د مشر ډاکټر ازرا ساکاوا له خولې ویلي، په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې دغه ډول بریدونه د بوکوحرام ډلې کار ګڼل کېده.
جمهورخبري آژانس:کابل