د فرانسې پلازمېنه پاریس کې پولیسو هغه ۲۰۰ لاریون کوونکي نیولي، چې د هټیو ښيښې یې ماتې کړې او موټرونو ته یې اور ورته کړی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ نقاب لرونکو لاریون والوو چې د کارګر د ورځې په کلني لاریون کې یې برخه اخیستې وه، هڅه کوله، اړی کړۍ رامنځ ته کړي.
پولیسو د دغه لاریون د خورولو له پاره له اوښکې بهونکي ګاز او اوبو پاشلو څخه کار اخستی، چې په دې کې د یوه پولیس افسر په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
پولیس وايي، نقاب لرونکو هڅه کوله، چې د کارګر د ورځې د لاریون تم کړي او وروسته له هغې د هټیو ښيي ماتې کړي.
د دولت ویاند په لاریون والو له دې امله نیوکه کړې، چې ولې یې مخونه پټ کړي او وايي که دوی پر خپلو اعتقاداتو کې رښتینې وي، نو ولې یې مخونه پټ کړي.
د دولت ویاند زیاته کړې، هغه چا چې مخونه یې پټ کړي و، په اصل کې د دیموکراسۍ دښمنان دي.
جمهورخبري آژانس:کابل