د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ملي امنیت شورا یو پلاوی ننګرهار ته تللی څو د دغه ولایت امنیتي وضعیت وارزوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی پرون یکشنبې د غوایي ۹ مه ننګرهار ته رسېدلی او له ولایتي ادارې، ولایتي شورا او نظامي چارواکو سره یې کتلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د پلاوی مشري ډګر جنرال خدایداد پر غاړه ده او موخه یې د ننګرهار امنیتي، سیاسي، او ټولنیز وضعیت ازول دي.
نومووړي زیاته کړې، چې دغه نظامي پلاوي د ولایتي شورا له څو تنو غړو سره د ناستې په ترڅ کې د دې ولایت د هر اړخیز وضعیت د ښه والي لپاره د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.
د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني دغه پلاوی ته ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د اوسني او راتلونکي امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره د مرکزي حکومت پاملرنه اړینه ده.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار