۰
پوځي چارواکي:

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ ۲۰ کلي له وسله والو پاک شول

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۸
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ ۲۰ کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي دي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ ۲۰ کلي له وسله والو پاک شول
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ ۲۰ کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن یک شنبې د غوايي ۹ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلی، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې د ولید ۵ په نوم عملیات پیل کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې تر دې مهاله ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي تر دې دمه له ۲۰ زیات کلي د وسله والو له وجوده تصفیه شوي او عملیات لا هم دوام لري.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي