۰

جنرال دوستم په ترکیه کې لویه غونده جوړوي

پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، ډېر ژر به د افغانستان د ژغورنې ايتلاف ستره غونډه په ترکیه کې جوړه شي.
جنرال دوستم په ترکیه کې لویه غونده جوړوي
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، ډېر ژر به د افغانستان د ژغورنې ايتلاف ستره غونډه په ترکیه کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر راپورونه وايي، ښاغلي دوستم دغه څرګندونې وړمه شپه د هند په ممبي ښار کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته په تلېفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.

جنرال دوستم خپلو پلویانو ته زیاته کړې، چې راتلونکې اونۍ به په ترکیه کې ترکيه د افغانستان د ژغورنې ايتلاف ستره غونډه جوړوي، چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال همايون همايون، د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق او د ملي شورا يو شمېر غړي به په کې ګډون وکړي.

نوموړي ویلي«په دې ناسته کې به هره مطرح کېدونکې نیوکه او موضوع په دې مانا نه وي، چې ګنې موږ د نظام ضد یو، بلکې د نظام د اصلاح او ټينګښت لپاره هڅه کوو.»

جنرال دوستم وايي، اشرف غني د هېواد قانوني او مشروع ولسمشر دى او دی به هم ډېر ژر بېرته هېواد ته ستون شي.

دغه راز نوموړي په خپلو څرګندونو کې له خلکو په ځانګړي ډول له خپلو پلویانو غوښتي، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په پروسه کې پراخ ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي