۰

مسکو او آسلام آباد د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي

چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
د پاکستان د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مسکو ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.
مسکو او آسلام آباد د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي
د پاکستان د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مسکو ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوخ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال باجوه مسکو ته رسېدلی او د روسیې د ځکمني پوځ له قوماندان جنرال اوليګ ساليوکوف سره یې په کرملین کې ليدلي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې باجوه د پوځونو په کچه د اړیکو پر پراخولو ټېنګار وکړ او ويې ويل چې روسيې د سیمې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولی دی.

د پاکستان د پوخ مشر پر داسې مهال روسیې ته سفر کوي، چې تر ده وړاندې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه هم دغه هېواد ته تللی وو.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او روسیې اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې سره نېږدې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي